AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۳ ۲۲:۴۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85748334
T T
۰ Persons

Tags

روسیه: لویدیځ حق نه لري چې پر ایران بندیزونه بیا ولګوي

کابل- ایرنا- د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ: د اروپایی هیوادونو له خوا د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د غوښتنو د نه اجرا کولو له امله، د امریکا په څیر، دوی حق نه لري چې لغوه شوي بندیزونه بیرته ولګوي.

 د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا نن سه شنبه د سلواغه په ۲۳ ږمه په مسکو کې د ایرنا له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې وویل، لویدیځ د ایران پر ضد د بندیزونو د بیا لګولو حق نه لری.

د ایرنا خبریال له زاخارووا وپوښتل: انګلستان، فرانسې او آلمان د ملګروملتونو په امنیت شورا کې اعلان وکړ چې د ضرورت په صورت کې د ایران په خلاف د پخوانیو لغوه شویو نړیوالو بندیزونو د بیا لګولو لپاره چمتو دی. بیا دغو هېوادونو په دې برخه کې نور ګامونه هم پورته کړل. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د «اعظمي فشار» کمپاین بیا پیل کړی دی. د ایران په تړاو د لویدیځو هېوادونو د دغو هڅو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دریځ څه دی؟

«اسنپ‌بک» د داسې وضعیت لپاره رامینځته شوی چیرې چې تهران د برجام څخه سرغړونه کوي.

 د دې پوښتنې په ځواب کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د تهران په خلاف د ملګرو ملتو د امنیت شورا د بندیزونو د لغوه شویو پریکړه لیکونو د بیرته راستنیدو میکانیزم چې په لویدیځ کې د «اسنپ‌بک» په نامه یادیږی، په دې شرط رامینځته شوی چې ایران به لومړی هیواد وی چې د برجام څخه سرغړونه کوی.

 هغه زیاته کړه: ایرانی لوری چې د موافقې له شرایطو څخه د سرغړونې اراده نه لری، موافقه وکړه چې د دغه میکانیزم اړوند احکام په برجام او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۲۳۱ پریکړه لیک کې لحاظ وکړي.

 د متحده ایالاتو د غیرقانوني اقداماتو د وضعیت له حل پرته د «اسنپ‌بک» فعالول ممکن نه دي

 زاخارووا تاکید وکړ: د ایران خلاف د بندیزونو د بیرته ستنولو میکانیزم د داسې حالت لپاره نه دی جوړ شوی چې امریکا به د ایټمی موافقې له احکامو او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له احکامو څخه د سرغړونې لومړنی هیواد وی او د هغه په ​​اجرا کې د اوږدمهاله بحران سبب شی.

 هغه وویل: د واشنګټن سرغړونې د بنسټیز بدلون سبب شوې چې د «اسنپ بک» میکانیزم د کارونې طریقه یې اغیزمنه کړې ده او د دغه میکانیزم کارول د امریکا د غیر قانونی اقداماتو په اړوند د حالاتو له حلولو پرته د منلو وړ نه دی.

 د امریکا د ناوړه چلند اروپا ته هم خپره شوه

 د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند یادونه وکړه: د امریکا د ناوړه چلند الګو د اروپایی هیوادونو او همداشان د اروپایی اتحادیې د نورو هیوادونو په شان د برجام په خبرو اترو کې د ګډون کونکو هیوادونو لپاره خپره شوې ده. دوی په ښکاره توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د کمزورتیا په لور یو ګام پورته کړ او د برجام د سم تطبیق په اړه د ناڅرګندتیا ادعا کولو سره، د ایران په وړاندې د غیرقانوني یو اړخیز بندیزونو د لیرې کولو په برخه کې د خپلو مسؤلیتونو له ترسره کولو څخه ډډه وکړه.

 د امریکا په څېر اروپا هم د ایران پر ضد د اقدام حق نه لري

 زاخارووا د دې خبرو په دوام کې د ایران د اسلامی جمهوریت د خبری اژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل: د اروپایی هیوادونو لخوا د امنیت شورا د غوښتنو د نه اجرا کولو په نظر کې نیولو سره، هغوی حق نه لری چې د امریکې په شان له ایران سره د غچ اخیستنې موضوع مطرح کړی.

 په نړیوالو اړیکو کې د پروسو د سرغړونکو ادعاوې نه منل کیږي

 د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څرګنده کړه: د نړیوالو اړیکو له اساسی اصولو څخه یو دا دی چې کوم طرف چې خپل مکلفیتونه په رسمیت وپیژنی او یا یې ترسره نکړی، په دغه ډول اړیکو کې د خپلو حقوقو د ساتلو ادعاوې به په رسمیت ونه پیژنی. دا اصل لا دمخه د عدالت نړیوالې محکمې لخوا تایید شوی او تصویب شوی؛ نو د دې اصولو خلاف د غربي هېوادونو هر ډول اقدام به قانوني سرغړونې وي.

 د امریکا او اروپایی هیوادونو په خطا سره د ایټمی موافقې لغوه کیدل

 زاخارووا همداراز ټینګار وکړ: د امریکا او اروپایی هیوادونو د خطا له امله د ایټمي موافقې لغوه کیدل د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پخوانیو منسوخ شویو بندیزونو د بیا احیا کيدل سبب نه شی کیدای، په تیره بیا له تهران څخه د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د پوښتنو ځوابونه (چې دغه پریکړه لیکونه یې د ځواب موندلو لپاره تصویب شوي و) ځواب ورکړ چي له دغه آژانس لخوا ثبت شوی.

 لویدیځ هڅه کوي چې په خبرو اترو کې خپله ناتواني پټه کړي او د امنیت شورا له غوښتنو څخه ښکاره سرغړونه کوي

د روسیې د خارجه وزارت ویندوی زیاته کړه: نن سبا څرګنده ده چې لویدیځ هیوادونه په بشپړه توګه مختلف پلانونه لری او د ایټمی وسلو له پراختیا څخه لیرې دی. دوی ایران ته د خطر د یوې مصنوعي تلپاتې سرچینې په توګه اړتیا لري چې له هرې لارې سره مقابله کولی شي او په دې ډول غواړي د خبرو اترو په برخه کې خپله بې کفایتي او د امنیت شورا له غوښتنو څخه خپله ښکاره سرغړونه پټه کړي.

هغه په ​​دوام کې زیاته کړه: له همدې کبله لویدیځ هڅه کوی چې د ایران د ایټمی پروګرام په اړه په یرغلګري چلند سره خیالی ګواښونه رامینځته کړی. د دې تګلارې په غوره کولو سره، لویدیځ هیوادونه د برجام د بیا راژوندي کولو لپاره د څو اړخیزو هڅو د ګډوډولو په برخه کې د خپلو کړنو توجیه کول غواړي.

 زاخارووا څرګنده کړه: په هر صورت، تهران په ځلونو د واشنګټن، لندن او بروکسل له مناسبو اقداماتو سره سره د ایټمی موافقې اصولو او ابعادو ته د ستنېدو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ، خو هغوی له دې سره موافق نه دی.

 نه ان‌پی‌تی او نه هم د پادمان جامع تړون د سوله ایز اټومي انرژی په پراختیا باندې محدودیتونه وضع کوي

  د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دې ته په اشارې سره چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک اصلی ماده به د ۲۰۲۵ میلادی کال په اکتوبر کې پای ته ورسیږی ( د ۱۴۰۳ کال د عقرب سره برابره ده) وویل: له دې وروسته به د اټمی وسلو د نه خپریدو تړون او د پادمان هر اړخیز تړون چې ایران هغوی ته غاړه کیږدئ، پاتې شی.

 زاخارووا ټینګار وکړ: نه تړون او نه تفاهم لیک د سوله ایزې اټمي انرژۍ د پراختیا لپاره کوم محدودیت نه دی ټاکلی، په دې شرط چې د اټومي وسلو د نه خپریدو مکلفیتونه پوره او تصویب شي.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .